
یکنانیوز د سعودي خبري اژانس له قوله راپور راکړ، د سعودي عربستان د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر نړیوالې سیالۍ به د خپل تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د ښځو برخه هم ولري.
د سعودي عربستان پاچا، ملک سلمان بن عبدالعزیز ، د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره چې د «ملک عبدالعزیز» په نوم ترسره کېږي او د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر ځانګړې سیالۍ دي، دغو سیالیو ته د ښځو د برخې ورزیاتول تایید کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې په عربستان کې به میرمنې په رسمي ډول په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
د ښځو د ګډون پرېکړه د سعودي د اسلامي چارو وزیر «عبداللطیف بن عبدالعزیز» د غوښتنې له مخې شوې ده. نوموړی د ملي او نړیوالو قرآني سیالیو عمومي سرپرستي هم پر غاړه لري
دغه سیالۍ هر کال د سعودي د اسلامي چارو وزارت له خوا په مسجدالحرام کې ترسره کېږي او د نړۍ له مهمو نړیوالو قرآني پروګرامونو څخه شمېرل کېږي.
د سعودي عربستان د اسلامي چارو وزارت اعلان کړی چې د «ملک عبدالعزیز» په نامې سره په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ښځو ګډون د دغو سیالیو په تاریخ کې یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي؛ هغه سیالۍ چې له ۱۹۷۹ میلادي کال راهیسې پیل شوې دي.
د وزارت په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د «ملک عبدالعزیز» په نامې سره د نړیوالو سیالیو ۴۶ پړاؤ به د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د نارینه او ښځینه ګډونوالو په شتون سره لا پراخه او ستره وي.
د اعلان شوي مهالویش له مخې، د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د «ملک عبدالعزیز» د نړیوالو سیالیو د ۴۶ پړاؤ د پای مراسم به د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۹مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له ۲۸ سره سمون خوري، ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4351600